د سولې خبرو په حساس پړاو کې د وسله والو طالبانو د جګړې شدت
شنونکي، د بین الافغاني خبرو د اټکلیز پیل په درشل کې د وسله والو طالبانو له لورې د جګړې شدت او د بریدونو زیاتوالی د اندیښني وړ ګڼي.
د راپورونو پر بنسټ، وسله والو طالبانو له تېرو دوو اونیو څخه په داسې حال کې جګړې ته شدت ورکړی، چې ټاکل شوې تر راتلونکي ۲۴ ساعتونو یا نږدې ورځو کې بین الافغاني مذاکرات پيل شي.
د کندهار، میدان وردګو، لغمان، ننګرهار، کنړ، بغلان، غزني، هلمند، فراه او یو شمېر نورو ولایاتونو څخه هره ورځ د وسله والو طالبانو د بریدونو راپورونه خپرېږي، چې سرتیرو او عامو ملکیانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وي.
پرون د ملي دفاع سرپرست وزیر، اسدالله خالد هم لغمان ته د خپل سفر پر مهال ویلي، د بین الافغاني مذاکراتو د پيل په درشل کې په ټول هېواد کې جګړې تیزې شوي دي؛ خو افغان امنیتي ځواکونه حالات تر کنټرول لاندي ساتي.
شنونکي وايي، د وسله والو طالبانو داعیه د بهرنیو پوځيانو سره د جهاد وه؛ خو امریکا سره تر تړون وروسته د دوی له لورې د سرتیرو او عامو افغانانو د وژلو لړۍ روانه ده، چې تاوان یې صرف افغان ولس ته رسېږي.
دوی وايي، د سولې د خبرو د پيل په درشل کې وسله وال طالبان باید انعطاف وښايي او د باور فضاء را منځ ته کړي؛ خو دوی برعکس جګړې ته شدت ورکړی.
د شنونکو په باور، وسله وال طالبان غواړي، د بریدونو زیاتوالي سره بین الافغاني مذاکراتو کې خپلې غوښتنې په افغان حکومت ومني.
دوی وايي، وسله وال طالبان د اقتدار ټینګښت، څوکۍ او خپلو خواهشاتو رسیدلو لپاره نه باید هره ورځ لسګونه افغانان ووژني او ټولګټو پروژو ته زیان واړوي.
حکومت هڅه کوي، چې د بين الافغاني مذاکراتو په اجنډا کې لومړی بحث په اوربند وکړي؛ خو د سرچينو له قوله چې له طالبان له اوربنده تېښته کوي او دا خبره وروستی بحث ګڼي.